ډونالډ ټرمپ:

د جوبایډن د کمزوری له امله طالبانو امریکايي تجهیزات تر لاسه کړل

21 سنبله 1400 ساعت 12:02

د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوسني ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا توندې نیوکې کړې او هغه یې د افغانستان د قضیې په برخه کې په کمزوری تورن کړی دی.


د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوسني ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا توندې نیوکې کړې او هغه یې د افغانستان د قضیې په برخه کې په کمزوری تورن کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ د سپتمبر ۱۱ مې پېښې ته په اشارې ویلي، طالبانو د بایډن د کمزورۍ نه په ګټې اخیستنې سره امریکايي تجهیزات ته لاس رسی موندلی دی.

ټرمپ په تازه څرګندونو کې کې ویلي، د بایډن کمزوري او ضعف و، چې طالبانو د ۸۵ میلیارد ډالرو به ارزښت امریکایي تجهیزات تر لاسه کړل.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو د یوې مرمۍ له فیر کولو پرته د امریکا نظامي تجهیزات تر لاسه کړل.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې د کابل په هوايي ډګر کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو او ۲۵۰ افغانانو وژل کېدو ته هم اشاره کړې ده.

ټرمپ پر جوبایډن پر داسې مهال نیوکه کوي، چې جوبایډن ټرمپ تورنوي، چې له طالبانو سره یې بده معامله کړې او په تړون سره یې د ده لاس تر شا ورتړلي.

جوبایډن ویلي وو، د دغه تړون پر اساس ده دوه لارې درلودې، یا به یې د شوې موافقې سره سرتېري ایستل او یا به یې هم په افغانستان کې خپل حضور ته ادمه ورکوله، چې په وینا یې ده لومړی هغه انتخاب کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 142457

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142457/

جمهور
  https://www.jomhornews.com