۰

د اروپايي تولنې ځانګړي استازي قطر کې له طالب مشرانو سره لیدلي

دوشنبه ۴ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۱۷
د افغانستان لپاره د اورپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکولسن او ورسره پلاوي، د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د دفتر له غړو سره کتلي دي.
د اروپايي تولنې ځانګړي استازي قطر کې له طالب مشرانو سره لیدلي
د افغانستان لپاره د اورپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکولسن او ورسره پلاوي، د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د دفتر له غړو سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نېکولسن او ورسره پلاوي له طالبانو سره په افغانستان کې په روان وضعیت، د سولې خبرو پر ګړندي کولو، د طالبانو له لوري د جګړې د شدت او بشري حقونو د نقض په اړه خبرې اترې کړې دي.

اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې ختمه کړل شي او په جګړه کې د ملکي وګړو وژل کېدل او د بشري حقونو نقض ورته د منلو نه دی.

دغه ټولنې ویلي، چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د نقض په اړه  یې خپل دريځ له دغه ډلې سره شریک کړی دی.

د قطر دفتر غړو بیا ویلي، دوی بشري حقونو ته درناوی لري او نړیوالو بنسټونو ته په کار ده چې په بې طرفه توګه په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه وروستي خپاره شوي راپورونه وڅېړي.

افغان حکومت هم ادعا کوي چې طالبانو تر خپلو کنټرو لاندې سیمو کې ملکي خلک ځورولي او ان وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د جګړو له امله ۵۱۸۳ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یوناما په راپور کې ویل شوي، د ۲۰۲۱ میلادي کال له پیل راهیسې تر نن پورې جګړه کې ۱۶۵۹ ملکي افغانان وژل شوي او ۳۲۵۴ نور تپیان شوي دي.

راپور زیاتوي، ډېره دغه مرګ ژوبله په می او جون میاشت کې رامنځ ته شوې او په ټول کې د ۲۰۲۰ کال د همدې مودې په پرتله په ۲۰۲۱ کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۴۷ سلنه زیاتوالي ښيي.

یوناما وایي، د مرګ ژوبلې کابو نیمايي برخه ځوانان، ښځې او ماشومان جوړوي.

راپور کې راغلي، په جګړه کې ۴۶۸ ماشومان، ۲۱۹ ښځې وژل شوې، ۱۲۱۴ ماشومان او ۵۰۸ ښځې په کې ټپیانې شوې دي.

د دوی په وینا د دغه ملکي مرګ ژوبلې ۳۹ سلنه مسوول طالبان، ۹ سلنه داعش، ۱۶ سلنه نامعلومه وسله وال کسان، ۲۵ سلنه مسوول دولتي ځواکونو او ملاتړي یې او د ۱۱ سلنه تلفاتو مسوول نه دی معلوم.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې دیبورا لاینز د دغه راپور له خپرېدو سره سم د افغان جګړې پر ښکېلو لوریو غږ کړي، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

دیوان خبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي