اروپايي ټولنې یو ځل بیا له افغان حکومت څخه غوښتي چې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي او خپله کړې پرېکړه بېرته واخلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل په یوه اعلامیه کې ویلي، د نړیوالو حقونو پر بنسټ زده کړې د هر ماشوم مسلم حق دی او افغان حکومت ته په کار ده چې دې حق ته درناوی وکړي.
نوموړي زیاته کړې، نوي حکومت ته په کار ده چې د ښوونځیو په تړاو خپله پرېکړه بېرته واخلي، او نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
بورل خبرداری ورکړی، چې که وضعیت همداسې دوام کوي نو په کور د ننه د نوي حکومت مشروعیت او له نړیوالو شریکانو سره د دوی اړیکې له خنډ سره مخ کېدلی شي.
د اروپايي ټولنې دغه چارواکي ټینګار کړي، چې دوی د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ادامه ورکوي او په دې هڅه کې دي چې افغانان د هوسا ژوند خاوندان شي.
ده یو ځل بیا ویلي، افغان لوری خپله دغه پرېکړه نه شي توجیه کولی او ښه به وي چې د زرګونه نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي، له دې پرته به روان اقدامات د افغانستان لپاره ویجاړوونکې پایلې ولري.
د یادونې ده، چې پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل، چې خپله کړې پرېکړه بېرته واخلي او د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
جمهورخبري آژانس:کابل