اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان اقتصادي پاشلتیا به په دغه هېواد کې د لوی انساني ناورین سبب شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوز بورل وايي، طالبان بايد د دغې فاجعې د مخنيوي لپاره له نړیوالې ټولنې سره خبرو ته کېني او جور جاړی ورسره وکړي.
بورل ویلي، چې د طالبانو له واکمنېدو سره په افغانستان کې د خوراکي توکيو بيې دوه برابره شوي او د خلکو ژوند له سخت ګواښ سره مخ دی.
دی ټینګار کوي، چې د شرايطو له همداسې دوام سره به را روان ژمی ډېر ستونزمن او خلک پکې له ډېرې ناچارۍ د هېواد پرېښودو ته اړ شي.
طالبانو د اروپايي ټولنې دغې اندیښنې او غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د یادونې ده، چې مخکې نورو نړيوالو بنسټونو او بشرپاله ادارو هم په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورين د لا شدت په اړه خبرداری ورکړی او غوښتنه کړې، چې افغانان دې د دغه وضعيت پر وړاندې حمایه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل