۰
دفاع وزارت:

د اردو غړیتوب ته ۱۳۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې، ۱۵۰ زره اردو جوړو

دوشنبه ۲۶ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۱
د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې په نوې اردو کې د غړیتوب لپاره تر اوسه پورې څه باندې ۱۳۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې ده.
د اردو غړیتوب ته ۱۳۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې، ۱۵۰ زره اردو جوړو
د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې په نوې اردو کې د غړیتوب لپاره تر اوسه پورې څه باندې ۱۳۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، دفاع وزارت پلان لري، څو په هېواد کې یوه ۱۵۰ زره کسیزه اردو جوړه کړي.

د خوارزمي په وینا د دغه اردو د جوړولو په برخه کې جدي کار روان دی.

نوموړي زیاته کړې، چې تر اوسه پورې څه باندې ۱۳۰ زره کسانو په اردو کې د شاملېدو لپاره نوم لیکنه کړې ده او دا بهیر دوام لري.

ویاند زیاتوي، چې د نوم ‌لیکنې بهیر په بشپړېدو سره به افغانان د یوې مجهزې، خپلواکې او ژمنې اردو شاهد وي.

دفاع وزارت ویلي، د نوې اردو د یونیفورم په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او زیاتوي چې دا چاره به وخت ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي