۰
وال سټریټ ژورنال:

امریکا، اماراتو کې له افغان کډوالو غوښتي چې افغانستان ته دې نه ځي

پنجشنبه ۲۶ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۵
وال سټریټ ژورنال راپور ورکوي چې متحده ایالاتو په متحده عربي اماراتو کې له افغان کډوالو غوښتي چې افغانستان ته دې نه ستنیږي.
امریکا، اماراتو کې له افغان کډوالو غوښتي چې افغانستان ته دې نه ځي
وال سټریټ ژورنال راپور ورکوي چې متحده ایالاتو په متحده عربي اماراتو کې له افغان کډوالو غوښتي چې افغانستان ته دې نه ستنیږي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې؛ ورځپاڼه زیاته کړې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ژمنه کړې چې د پناه غوښتونکو دوسیې به وڅېړي او له هغوی یې وغوښتل چې افغانستان ته له ستنېدو ډډه وکړي.

سرچینې ویلي«موږ ټول افغانان چې د متحده عربي اماراتو د امترین په ښارګوټي کې ژوند کوي هڅوو چې بېرته افغانستان ته نه راګرځي. موږ د دوی د دوسیو بیا کتنه کوو ترڅو معلومه کړو چې څوک متحده ایالاتو یا نورو هېوادونو ته د راتلو وړ دي.»
 
د دغه وزارت په وینا، امریکا له نورو هېوادونو سره هم په خبرو بوخته ده چې هغه افغانان ومني چې امریکا ته د راتلو وړ نه دي.
 
د یادونې ده، شاوخوا لس زره افغانان په داسې حال کې چې طالبانو د کابل واکمني ونیوله، د ویستلو په الوتنو کې متحده عربي اماراتو ته واستول شول.
 
پناه غوښتونکو هم په دې وروستیو کې د خپل وضعیت په اړه اعتراض کړی دی او ویلي یې دي، چې امریکا دوی بې برخلیکه پرېښي دي.
 
جمهر خبري آژانس – کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي