۰

اروپايي ټولنې ننګرهار کې د واکسیناتورانو وژنه په کلکه غندلې

چهارشنبه ۱۱ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۳۰
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر په ننګرهار ولایت کې د درېیو ښځینه واکسیناتورانو وژنه په کلکه وغندله.
اروپايي ټولنې ننګرهار کې د واکسیناتورانو وژنه په کلکه غندلې
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر په ننګرهار ولایت کې د درېیو ښځینه واکسیناتورانو وژنه په کلکه وغندله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټولنه وایي، دا پېښه د بشرپالنې د نړیوالو حقونو څخه وېروونکې سرغړونه ده.

دغې ټولنې تېرماښام پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د دې پېښې عاملین باید ژر تر ژره محاکمه شي.

دوی وایي، روغتیایي کارکوونکي باید په نښه نه شي او د روغتیایي مرکزونو درناوی باید وشي.

اروپایي ټولنې دغه راز د افغانستان د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې ټول هېواد کې باید وګړو ته په مساوي ډول د واکسین د تطبیق زمینه برابره شي.

د یادونې ده، چې پرون سې شنبې د وري ۱۰ مه په جلال اباد ښار کې درې ښځینه واکسیناتورانې په دوو جلا بریدونو کې ووژل شوې.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي