۰
اروپايي ټولنه:

د سختدریځۍ پر وړاندې د پاکستان نرم چلند نور د منلو نه دی

دوشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۸
د سختدریځۍ پر وړاندې د پاکستان نرم چلند نور د منلو نه دی
اروپايي ټولنې پاکستان ته خبرداری ورکړی، چې د سختدریځۍ پر وړاندې د دغه هېواد نرم چلند نور دوی ته د منلو وړ نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې په پاکستان کې د بشري حقونو پر وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې او پر دغه هېواد یې نیوکې کړې دي.

یادې ټولې ویلي، که چېرې د پاکستان حکومت د سختدریځۍ پر ضد کوم اقدامات کړي وي نو مهرباني دې وکړي خپل شواهد دې وړاندې کړي.

اروپايي ټولنې پاکستان ته خبرداری ورکړی دی چې نور په دغه هېواد کې مذهبي تاوتریخوالی او د سختدریځو پر وړاندې نرم چلند ورته د منلو وړ نه دی.

دغه ټولنې دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې دي چې وړمه ورځ په پنجاب ایالت کې د یوې خارکانې د ننه پارېدلو ملازمانو د کارخانې سریلانکایي منېجر پریانتا کمارا په وهلو ډبولو وژلی او وروسته یې د هغه مړی سوځولی دی.

دغې ټولنې له پاکستانه غوښتي چې د مذهب سپکاوي پر قانون بیا کتنه وکړي خو پاکستان ویلي چې دوی مذهب ته د سپکاوي پر قانون د بیا کتنې اړتیا نه ویني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي