۰
اروپايي ټولنه:

د افغانستان وضعیت ته اندېښمن یو، هیله ده نړیوال مرستې دېرې کړي

پنجشنبه ۱۸ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۸
اروپايي ټولنې په افغانستان کې په روان وضعیت په ځانګړي ډول اقتصادي او بانکونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او له نړیوالو یې د دغه هېواد لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.
د افغانستان وضعیت ته اندېښمن یو، هیله ده نړیوال مرستې دېرې کړي
اروپايي ټولنې په افغانستان کې په روان وضعیت په ځانګړي ډول اقتصادي او بانکونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او له نړیوالو یې د دغه هېواد لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس خبر له مخې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي جوزف بورل ویلي، دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او روان اقتصادي وضعیت اندېښمن کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان د بانکونو اوسنی وضعیت او د خلکو اندېښنې دوی ویني او تمه لري چې نړیواله ټولنه وکړی شي دلته خپلې مرستې ډېرې کړي.

بورل د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په ګډه خبري غونډه کې افغانستان ته د مرستو پر رسولو ټینګار کړی دی او ژمنه یې کړې چې دغه هېواد ته به د مرستو په رسونه کې همغږي ډېروي.

د اروپايي ټولنې استازي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی د افغانستان د هرې برخې وضعیت ویني، خو په وینا یې نړیوال ټولنه خپلې غوښتنې لري او تر هغې چې عملي نه شي دوی به د افغانستان کنګل کړې پیسې آزادۍ نه کړي او نه به هم د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو بهیر پیل کړي.

د امریکا ځانګړی استازی بیا دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې چین، روسیې، ازبکستان، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو په وار وار له امریکا او نړیوال بانک نه غوښتي، چې د افغانستان کنګل کړې پیسې آزادې کړي.

ان د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګرانډي خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی.

په افغانستان کې ټولې ستونزې پر دغه هېواد د لګول شویو اقتصادي فشارونو له امله رامنځ ته شوې او د دې جدي اړتیا ده، چې دغه فشارونه باید ختم کړل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، افغانستان پراخو بشري خو تر ټولو مهم سترو اقتصادي مرستو ته اړتیا لري څو وکړی شي رامنځ ته شوی بحران په ښه توګه مدیریت کړي.

دی ټینګار کوي، چې که اقتصادي فشارونه دوام کوي نو نړیوال دې له دغه هېواد د کډوالو ورتلونکو څپو ته په تمه وي، چې د سترو ستونزو او ناورینونو سبب به شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي