۰

اروپايي ټولنې او پاکستان په افغانستان کې د ټول ګډون حکومت غوښتنه کړې

چهارشنبه ۱۷ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۱
اروپايي ټولنې او پاکستان په افغانستان کې ملي پخلاینې ته د رسېدو لپاره د بېلا بېلو ډلو د استازو تر منځ پر بین الافغاني خبرو او ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
اروپايي ټولنې او پاکستان په افغانستان کې د ټول ګډون حکومت غوښتنه کړې
اروپايي ټولنې او پاکستان په افغانستان کې ملي پخلاینې ته د رسېدو لپاره د بېلا بېلو ډلو د استازو تر منځ پر بین الافغاني خبرو او ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اروپايي ټولنې او پاکستان دغه څرګندونې د اروپايي ټولنې له استازو سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تر لیدنو وروسته په ګډه اعلامیه کې کړې دي.

په دغه ګډه اعلامیه کې د سولې او ثبات ټینګېدو په هدف د ټولو ډلو په استازیتوب په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار شوی دی.

دغه راز دواړو لورو د ثبات د ټینګښت تر څنګ د نشه يي توکو سره د مبارزې او د ترهګرۍ د ګواښ پر وړاندې د دوامداره همکارۍ پر اهمیت هم موافقه کړې ده.

اروپايي ټولنې او پاکستان د دې ترڅنګ په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ، بشري ناورین او د کډوالۍ د نوي څپې د احتمال په اړه اندېښنې ښودلې او له افغانانو سره پر سمدستي بشري مرستو او نورو ټولنیزو خدمتونو ټينګار کړی دی.

دواړو لورو په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت ترڅنګ په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار او د قومي لږکیو د حقوقو په اړه هم خبرې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي