د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، دوی له طالبانو سره اړیکې لري، خو کنټرول پرې نه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي دغه څرګندنې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین او اسرائیلو په اړه له بحث وروسته له خبریالانو سره کړې دي.
نوموړي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو، له طالبانو سره د اړیکو او ځینو نورو مسایلو په اړه د رسنیو پوښتنې ځواب کړې.
قریشي د یوې پوښتنې په ځواب کې و ویل، پاکستان له طالبانو سره ښه روابط لري خو کنټرول پرې نه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه نور جزیات ورنه کړل، خو وېې ویل، چې په افغانستان کې سوله د افغانانو په ګټه ده او طالبان هم افغانان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت وایي، پاکستان د طالبانو اصلي ملاتړی او تمویل کوونکی دی او دغه ډله په دې هېواد کې خوندي مرکزونه او روزنځایونه لري.
د افغانستان د پوځ مشر جنرال یاسین ضیا څه موده وړاندې ویلي و که له طالبانو د پاکستان ملاتړ نه وي، دغه ډله درې میاشتې هم د افغان ځواکونو پر وړاندې نه شي درېدلي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم په دې وروستیو کې پر پاکستان د طالبانو د ملاتړ له امله توندې نیوکې وکړې، چې د پاکستاني چارواکو په ځانګړی ډول د قریشي غبرګون یې راوپاروه.
قریشي د پاکستان پارلمان په یوه غونډه کې و ویل، چې افغان حکومت له یوې خوا د پاکستان څخه د همکارۍ او مرستې غوښتنه کوي او له بلې خوا تورونه پورې کوي.
خو په ځواب کې یې د پاکستان د پارلمان یوه غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي محسن داوړ و ویل، چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو مرکزونه وتړي.
جمهورخبري آژانس:کابل