۰

پاکستان: هیله ده افغان چارواکي د نړیوالې ټولنې توقعات پوره کړي

چهارشنبه ۵ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۵۹
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان په اړه د ایران په غونډه کې ویلي، پاکستان تمه لري، چې افغان چارواکي د نړیوالې ټولنې توقعات پوره کړي.
پاکستان: هیله ده افغان چارواکي د نړیوالې ټولنې توقعات پوره کړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان په اړه د ایران په غونډه کې ویلي، پاکستان تمه لري، چې افغان چارواکي د نړیوالې ټولنې توقعات پوره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان په اړه د سیمې د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د نن چهارشنبې لړم ۵ مې په غونده کې قریشي زیاته کړه، چې افغان چارواکو تر اوسه د نړیوالې ټولنې غوښتنې نه دي پوره کړي.

قریشي و ویل، دوی هیله لري، چې د افغانستان اوسنی چارواکي د نړیوالې ټولنې توقعات پوره کړي.

د هغه په وینا دوی له افغان چارواکو څخه هیله لري څو نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

دغه راز نوموړي زیاته کړې چې پاکستان د دغه هېواد ارضي تمامیت ته په درناوي د باثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي