۰

افغان کمانډویانو د طالبانو بل زندان مات کړ، ۲۴ تنه یې ترې راخوشي کړي

پنجشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۹
ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو دا ځل په کندوز ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او دا زندان یې مات کړی دی.
افغان کمانډویانو د طالبانو بل زندان مات کړ، ۲۴ تنه یې ترې راخوشي کړي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو دا ځل په کندوز ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او دا زندان یې مات کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د سلواغې ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، کمانډویانو تېره شپه د کندوز ولایت د آقتاش ولسوالۍ په کابلي قشلاق کلي کې د طالبانو پر زندان چاپه و وهله.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه عملیاتو کې د طالبانو زندان مات او ۲۴ تنه چې ۱۶ تنه یې پوځیان، ۴ کمانډویان، ۲ پولیس، یو د ملي امنیت کارکوونکی او یو ملکي وګړی راخوشي کړل.
 
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې شپې وړاندې هم د پوځ ځانګړو ځواکونو د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه اچولې وه.

هغه مهال دفاع وزارت ویلي، چې له دغه زندان څخه ۴۲ تنه چې ۲۵ یې نظامیان او ۱۷ یې ملکي وګړي و، د طالبانو له منګولو راخلاص کړل شوي وو.

تر دې وړاندې بیا په لوګر، کندهار او هلمند ولایتونو کې هم د طالبانو څلور زندانانو مات او لسګونه ملکي او نظامي کسان ترې راخوشي شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي