۰

افغان ځواکونو بغلان کې د طالبانو له زندانه ۶۲ تنه راخوشي کړي

چهارشنبه ۵ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۷
ملي دفاع وزرات وايي، افغان کمانډو ځواکونو بغلان ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او ۶۲ تنه یې ترې راخوشي کړي دي.
افغان ځواکونو بغلان کې د طالبانو له زندانه ۶۲ تنه راخوشي کړي
ملي دفاع وزرات وايي، افغان کمانډو ځواکونو بغلان ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او ۶۲ تنه یې ترې راخوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن چهارشنبې د غبرګولي ۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان کمانډو ځواکونو تېره شپه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په نوروزک کلي کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او مات کړی یې دي.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې له دغه زندان څخه ۶۲ تنه بندیان راخوشي کړل شوي دي، چې ۳۶ تنه په کې نظامیان دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د عملیاتو پر مهال د زندان څلور ساتونکي وسله وال طالبان وژل شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په روانه اوونۍ کې د طالبانو درېیم زندان دی، چې د افغان کمانډو ځواکونو له خوا ماتېږي.

افغان کمانډو ځواکونو څلور ورځې وړاندې هم په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندانه ۸ تنه نظامیان راخوشي کړي دي.

دغه راز وړمه ورځ افغان کمانډیانو د هرات پښتون زرغون ولسوالۍ کې هم د طالبانو یو زندان مات او ۴۱ تنه یې ترې راخوشي کړي و، چې ۱۶ تنه په کې نظامیان و.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي