۰
دفاع وزارت:

د کندهار او هلمند د جګړو رهبري کوونکی طالب قوماندان و وژل شو

یکشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۲
ملي دفاع وزرات وايي، هغه طالب قوماندان په یوه هوايي برید کې وژل شوی، چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې یې طالب جنګیالي رهبري کول.
د کندهار او هلمند د جګړو رهبري کوونکی طالب قوماندان و وژل شو
ملي دفاع وزرات وايي، هغه طالب قوماندان په یوه هوايي برید کې وژل شوی، چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې یې طالب جنګیالي رهبري کول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د سلواغې ۱۹ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، وژل شوی طالب قوماندان ملا احمد نومېږي.

خبرپاڼه وايي، ملا احمد چې د طالبانو د لایزري قطعې یو تن قوماندان و دوه ورځې وړاندې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواب په برید کې ټپي شوی وو.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې ملا احمد نن د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې او مړ شوی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، ملا احمد د طالبانو هغه مشهور قوماندان و، چې په کندهار او هلمند کې یې طالب جنګیالي رهبري کول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په کندهار کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو زور اخیستی دی او کابو هره ورځ ترې د مرګ ژوبلې راپوورنه ورکول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي