۰

بلخ کې د افغان ځواکونو او طالبانو سخته جګړه کې ۱۲ طالبان وژل شوي

شنبی ۱۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۰
ملي دفاع وزرات وايي، بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته نښته شوې، چې په کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخ کې د افغان ځواکونو او طالبانو سخته جګړه کې ۱۲ طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزرات وايي، بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته نښته شوې، چې په کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د زمري ۱۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه پلان درلود، چې د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په وزیر آباد کلي کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي.

خو په وینا یې افغان ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د طالبانو په دغه پلان خبر او د هغوی د عملي کېدو مخنیوی یې وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، په دغه نښته کې ۱۲طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت د خپل لوري د زیان په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو کوم غبرګون ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي