۰
صالح:

کابل ته د ځینو اهداف د تثبیت لپاره راغلي شپږ ترهګر نیول شوي دي

چهارشنبه ۱ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۴
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ملي امنیت هغه شپږ ترهګر نیولي، چې کابل ته د ځينو اهدافو د تثبیت لپاره راغلي وو.
کابل ته د ځینو اهداف د تثبیت لپاره راغلي شپږ ترهګر نیول شوي دي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ملي امنیت هغه شپږ ترهګر نیولي، چې کابل ته د ځينو اهدافو د تثبیت لپاره راغلي وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن چهارشنبې د سلواغې اوله په خپله فسبوک پاڼه دا خبره لیکلي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

ښاغلي صالح ویلي، له نیول شویو ترهګرو اعترافات اخیستل شوي او راتلونکې شنبې به یې له خلکو سره شریک کړي.

کابل کې دغه شپږ کسان پر داسې مهال نیول کېږي، چې په دې وروستیو کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي.

بل خوا ښاغلي صالح ویلي، د مجرمینو او ترهګرو د سازماني شجرې د موندې لپاره عدلي طب ته سپارښتنه شوې، چې له دې وروسته یو جسد هم  د جنايي تحقیقاتو ریاست او ملي امنیت له پلټنو پرته چا ته تسلیم نه کړي.

نوموړي ټينګار کړی، چې عدلي طب باید له پخوا زیات د قانون څخه د حراست بنسټ شي، ځکه د ترهګرو سرنخ تحقیقات دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي