۰
د امریکا لیک ته د صالح غبرګون:

ان له وخته وړاندې ټاکنو ته چمتو یو، خو امرانه، تحمیلي سوله او د پاکستان د مسلمانۍ سند نه منو

دوشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۱
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، افغان حکومت او ولس سولې ته جدي دی، خو هېڅ وخت به امرانه او فرمایشي سولې ته، چې د افغانستان خپلواکي او عزت په کې تر پښو لاندې وي، غاړه کېنږدي.
ان له وخته وړاندې ټاکنو ته چمتو یو، خو امرانه، تحمیلي سوله او د پاکستان د مسلمانۍ سند نه منو
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، افغان حکومت او ولس سولې ته جدي دی، خو هېڅ وخت به امرانه او فرمایشي سولې ته، چې د افغانستان خپلواکي او عزت په کې تر پښو لاندې وي، غاړه کېنږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح چې نن دوشنبې د کب ۱۸ مه د لویې جرګې خیمه کې د مارشال محمد قسیم فهیم د تلین په یاد غونده کې وینا کوله، د امریکا د سولې نوې طرحې او په اړه یې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن لیک ته سخت غبرګون وښوده.

ښاغلي صالح و ویل، چې دوی ولسمشر غني ته د امریکا له لیک څخه په وېره کې نه دي، خو په وینا یې نه غواړي، چې د حقانیه مدرسې دوه تنه ملا افغانانو ته د مسلمانۍ سند ورکړي.

ده خلکو ته په خطاب کې و ویل«تاسو د رسنیو له لارې خبر شوی، چې ولسمشر ته یو لیک رالېږل شوی دی، وروسته دغه لیک له هغه لارو چې غواړي موږ تر فشار لاندې راولي بېرون ته درز وکړ.»

نوموړي زیاته کړه، دا سیمه ده، چې افغانستان له امریکا سره ستراتېژیکې اړیکې لري او احترام متقابل دی خو په وینا یې که پوه شي، چې د ګټو احترام له منځه ځي نو ولس به په جریان کې واچوي.

هغه و ویل«سمه ده، چې موږ له مالي لحاظه کمزوري یو، خو یوه ځانګړنه د دې ملت دا ده، چې هېڅ وخت یې فقر او غربت د دې لامل نه دی شوی، چې پر خپل غزت معامله او جوړ جاړی وکړي، زموږ فقر بهرنۍ نړۍ ته دا مانا نه لري، چې موږ د نامشروع غوښتونو ته سر ټیټ کړو.»

د ولسمشر غني مرستیال زیاته کړه، چې دوی له امریکايي پلاوي سره کابو څلورنیم ساعته خبرو کې لومړی پر دې بحث وکړو، چې څنګه کېدای شي، دغه بن بست مات کړي خو امریکايي لوري یوه داسې کړنلاره رامخ ته کړه، چې موږ هېڅ ډول جوړجاړی ورسره نه شو کولی.

دی وايي، امریکايي پلاوی ته یې و ویل، هېڅ وخت تر هېڅ شرایطو او دسیسو لاندې نه شي کولی چې د ملت څخه د رایې حق سلب کړي.

ښاغلي صالح زیاتوي، چې امریکايي لوري ته یې دا هم جوته کړهو چې که ستونزه د حکومت په مشرتابه کې وي، نو کله چې د رایې پر اصل توافق وشو، پر نورو تخنیکي مسایلو خبرې کولی شو.

خو نوموړي ټينګار وکړ، چې دوی پر اصل هېڅ وخت معاملې کولو ته چمتو نه دي ولې ان د ټاکنو پر تاریخ هم کولی شي، چې بحث وکړي.

هغه و ویل«موږ هغه معاملې ته، چې ۲۰ تنه زموږ د انحلال نخسه ولیکي او مهمه دا، چې له خلکو د رایې حق واخلي، ابدآ چمتو نه یو او نه معامله پرې کوو، د ظلم پر وړاندې اصل نه ویل دي، او موږ هم لکه امام حسین پر همدې اصل ولاړ یو او ولاړ به وو، هغه مهال په پاکستاني مرمیو غلبېل سینه زر ځله له دې بهتره ده، چې د خپل ملت او قوم پر سر معامله وکړو.»

دی وايي، د افغانستان خلک چې په هېواد کې یې مولانا او امام ابو حنیفه زېږدلي دا هېڅ کله نه مني، چې د حقانیه مدرسې دوه ملان دې راشي او موږ ته د وا وايي، چې له سره د مسلمانۍ سند درکوو.

د ولسمشر لومړي مرستیال و ویل«زه به د افغانستان د یوه فرد په توګه تر آبده پر داسې یوه سند لاسلیک ونه کړم او نه به ورته وایم.»

ښاغلي صالح ټینګار وکړ، چې امرانه، تحمیلي او تر فشار لاندې سوله، که هغه په داخلي بعد کې وي که په خارجي کې قبوله نه کړي او په دې هڅه کې هم نه دي، چې د حذف سیاست مخ ته یوسي.

نوموړي طالبانو ته په خطاب کې و ویل«طالبان د دې هېواد بېچاره ترین خلک دي، زموږ هیله دا ده، چې دوی هم د حذف سیاست نور بس کړي او راشي خپل ځای د خلکو په منځ کې پیدا کړي.»

د ولسمشر لومړي مرستیال دا هم زیاته کړه، چې له خلیلزاد او امریکايي پلاوي سره یې په دویم بحث کې پر دې هم خبرې وکړې، چې پاکستان ولې په افغانستان کې سوله نه غواړي.

ده و ویل«د دغه ناستې په پای کې خلیلزاد امریکايي پلاوي ته مخ واړو او امریکايي پلاوي ورته و ویل، چې پاکستان تر اوسه پورې د امریکا او طالبانو تر منځ د یوه پیغام وړونکي رول لوبولی دی او پر طالبانو یې هېڅ ډول فشار نه دی راوړی، دا د امریکايي پلاوي خبرې دي.»

د هغه په وینا پاکستان په افغانستان کې همدا اوس دوه دولتونه چې یو افغان دولت دی او بل د طالبانو امارت په رسمیت پېژني، نو ځکه طالبان په پاکستان کې هېڅ ډول فشار نه احساسوي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان په اوس مهال کې دوه مخې سولې ته چې یو بین الافغاني ستونزو ته رسېدګي ده او بل له پاکستان سره خبرې دي، تر چې د ټوپک پر ځای د افغانستان له خلکو سره د سیاست له لارې خبرې وکړي.
 
دی وايي، دغه ډول سوله چې د پاکستان فرمایش وي او امریکا یې وړاندې کوي، یوه لړزېدلي پول ته ورته او د ۳۵ میلیونه انسانو په برخلیک لوبې کول دي.

ښاغلي صالح یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې دوی د امریکا له لیک څخه وېره نه لري او نه یې هم په دریځ کې کوم بدلون راغلی، خو په وینا یې که د ملت د رایې حق خوندي وساتل شي، دوی چمتو دي، چې قرباني ورکړي او په اصل بحث وکړي.

نوموړي همدې خبرې ته اشارې و ویل«دوی یو نیم لک پوځونو افغانستان ته رالېږلي و، اوس د هم ۵۰۰ زره نړیوال ناظرین راولېږي او ټاکنې دې وڅاري، سمه ده، چې زموږ ځینې یاران کم زړي دي او یا ځینې موږ ته اخلال ګر وايي، خو تر چې زموږ د ملت مشروع غوښتنې درک نه شي، موږ په خپل دریځ ټینګ ولاړ یو.»

د هغه په وینا دا چې امریکا حق لري د خپلو ۲۵۰۰ سرتېرو د برخلیک په اړه له طالبانو سره خبرې او پرېکړه وکړي، نو دا د افغان حکومت هم حق دي، چې د ۳۵ میلیونه انسانو په برخلیک د نورو د جنترۍ مطابق معامله ونه کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال ټينګار وکړ، چې دوی سوله غواړي او د سولې اړتیا پوره درک کوي، خو په وینا یې امرانه، تحمیلي، تر فشار لاندې او داسې سوله چې په یوه دیک بخار کې یې واچوي او وروسته یې راوکاږي هېڅ کله نه مني.

ښاغلي صالح یو ځل بیا و ویل«موږ اړتیا نه لرو، چې بیا دوه تنه له حقانیه مدرسې راپورته شي او موږ ته تصدیق راکړي، چې ته مسلمان یې او ته مسلمان نه یې، دا بېغرتي او ننګ به هېڅ عنوان راته د منلو نه دی.»
 
د ولسمشر لومړي مرستیال دا څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو لیک ولسمشر غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا ته لېږلی او په کې د ګواښ او امرانه شکل ویل شوي، چې په څو اونیو کې د افغانستان مساله باید د ترکیې په کوربتو په یوه نړیواله غونډه کې راټوله شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي