سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون دوشنبې د لړم ۱۲ مه د مرکز لښکرګاه اړوند د درېیمې حوزې د بولان په سیمه کې شوې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د طالبانو له لوري خښ شوي ماین د ملکي وګړو پر موټر چاودنه کړې، چې له امله یې ۷ تنه وژل شوي دي.
دی وايي، په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی او طالبانو هم غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:هلمند