۰

کونړ کې ۲۰ تنه تر واوره لاندې او مړه شوي دي

دوشنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۲۷
سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د واورې ښویدنې له امله ۲۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
کونړ کې ۲۰ تنه تر واوره لاندې او مړه شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د واورې ښویدنې له امله ۲۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوی زیاتوي، چې د ۱۵ تنو جسدونه را ایستل شوي او د پاتې پنځو نورو د را ایستلو هڅې روانې دي.

پېښه تېره شپه د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ ګوریګا سیمه کې رامنځ ته شوې ده، خو د پنځو تنو جسدونه لا هم نه دي موندل شوي.

ویل کېږي د دغې پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د لومړنیو معلوماتو په اساس په دغه طبیعي پېښه کې د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکو ته څه ناڅه زیانونه رسېدلي دي او هم څو کورونه ویجاړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د دولت وزارت ویلي و چې په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې د طبیعې پېښو له امله نژدې ۴۰ تنه مړه شوي دي او څه باندې ۵۰ تنه ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي