ملي دفاع وزارت وايي، ملا شاه ولي، چې د هلمند د جګړې مسوول او قوماندان و، د لښکرګاه ښار په جګړه کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت زیاته کړې، چې ملا شاه ولي د نادعلي ولسوالۍ اړوند سیمه کې د هوايي برید پر مهال وژل شوی.
سرچینه وايي، افغان هوايي ځواک پرون چهارشنبې د لړم ۷ مه نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه پتڼځای برید وکړ، چې په کې د ملا شاه ولي په ګډون ۴ طالبان و وژل شول.
دفاع وزارت زیاتوي، چې ملا شاه ولي د چاه نجیر او باباجي جګړه رهبري او مخه ته وړله.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل