۰
دفاع وزرات:

کندهار کې د پنځو ځانمرګو په ګډون ۷۵ طالبان وژل شوي

یکشنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۱۹
ملي دفاع وزارت وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ مخامخ نښته کې د پنځو ځانمرګو په ګډون ۸۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې د پنځو ځانمرګو په ګډون ۷۵ طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزارت وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ مخامخ نښته کې د پنځو ځانمرګو په ګډون ۸۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د وري ۱۵ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د افغان ځواکونو او طالبانو نښتې په ارغنداب او پنجوايي ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه نښتو او عملیاتو کې د پنځو ځانمرګو په ګډون ۷۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په عملیاتو کې د طالبانو شپږ موټر سایکلونه، یو هاوان، څلور میله وسلې، یو دوربین د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي، یو موټر او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

دغه راز دفاع وزارت زیاتوي، چې په ارغنداب او ژېړۍ کې د طالبانو ۳۲ کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړای شي او دغه راز یې په شاولي کوټ کې یو موټر بم هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه وړل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي