۰

ننګرهار کې د شپږو پاکستانیانو په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي

شنبی ۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۴۴
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د شپږو پاکستانیانو په ګډون ۱۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې د شپږو پاکستانیانو په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د شپږو پاکستانیانو په ګډون ۱۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وسله والو ته دغه مرګ ژوبله د خوګیاڼو ولسوالۍ په ډنډو سیمه کې اوشتې ده.

سرچینه وايي، طالبانو په یاده سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کول، چې د افغان ځواکونو له ځوابیه برید سره مخ شول.

خبرپاڼه زیاتوي، د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې، چې هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله د شپږو پاکستانیانو په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له وژل شویو وسله والو څخه اووه میله کلاشینکوف او یو میل پیکا هم د افغان ځواکونو لاسته وراغلې ده.

د ننګرهار چارواکو په وینا په یادو بریدونو کې ملکي وګړو ته او افغان امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي