۰

وسله والو کسانو فاریاب کې یو پلار او زوی په ډزو وژلي

چهارشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۴
په فاریاب ولایت کې یو پلار او زوی د وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي، چې حکومت یې پړه پر طالبانو او طالبان یې پر حکومت اچولي.
وسله والو کسانو فاریاب کې یو پلار او زوی په ډزو وژلي
په فاریاب ولایت کې یو پلار او زوی د وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي، چې حکومت یې پړه پر طالبانو او طالبان یې پر حکومت اچولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د تلې ۲۲مه) د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یوریش وايي، دغه پلار او زوی امنیتي ځواکونو ته د خوراکي موادو د ورکړې په تور د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

خو طالبان په پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي او ویاند یې ذبیح الله مجاهد ویلي، دغه پلار او زوی د حکومتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي