وسله والو کسانو فاریاب کې یو پلار او زوی په ډزو وژلي

23 میزان 1399 ساعت 10:34

په فاریاب ولایت کې یو پلار او زوی د وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي، چې حکومت یې پړه پر طالبانو او طالبان یې پر حکومت اچولي.


په فاریاب ولایت کې یو پلار او زوی د وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي، چې حکومت یې پړه پر طالبانو او طالبان یې پر حکومت اچولي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د تلې ۲۲مه) د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یوریش وايي، دغه پلار او زوی امنیتي ځواکونو ته د خوراکي موادو د ورکړې په تور د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

خو طالبان په پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي او ویاند یې ذبیح الله مجاهد ویلي، دغه پلار او زوی د حکومتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 


د مطلب کود: 132441

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132441/

جمهور
  https://www.jomhornews.com