۰

دوه موټر بم ځانمرګي هدف ته تر رسېدو وړاندې وژل شوي

چهارشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۴
ملي دفاع وزارت وايي، هلمند او کندهار ولایتونو کې دوه موټر بم ځانمرګي برید کوونکي هدف ته تر رسېدو وړاندې د افغان پوځیانو له خوا وژل شوي دي.
دوه موټر بم ځانمرګي هدف ته تر رسېدو وړاندې وژل شوي
 ملي دفاع وزارت وايي، هلمند او کندهار ولایتونو کې دوه موټر بم ځانمرګي برید کوونکي هدف ته تر رسېدو وړاندې د افغان پوځیانو له خوا وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن چهارشنبې د تلې ۱۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښې تېره شپه د هلمند په ګرشک او د کندهار په میوند ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.

خبرپاڼه وایي، د هلمند په ګرشک کې یوه موتر بم ځانمرګي غوښتل د افغان پوځیانو پر یوه پوسته برید وکړي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې د افغان پوځیانو له خوا په نښه او وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د ځانمرګي په چاودنه کې د ملي اردو درې سرتېري سربېرن ټپیان شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه کې ویل شوي یوه بل موټر بم ځانمرګي بریدګر غوښتل د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د پوله ساتو ځواکونو پر یوه پوسته برید وکړي، چې دا هم هدف ته تر رسېدو وړاندې په ډزو وژل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه ځانمرګي په چاودنه کې هم دوه سرحدي سرتېري سطحي ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده له هغې، چې قطر کې د افغان حکومت او طالبان تر منځ د سولې خبرې پیل شوې، ورسره سم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې جګړو او بریدونو زور اخیستی دی.

په تېرو څو ورځو کې په ننګرهار، لغمان او هلمند ولایتونو کې درې موټء بم بریدونه وشول، چې په کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي