۰

ولسمشر غني له عمران خان سره پر سوله او اوربند خبرې کړې

شنبی ۵ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۱
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر افغان سوله او اوربند خبرې کړې دي.
ولسمشر غني له عمران خان سره پر سوله او اوربند خبرې کړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر افغان سوله او اوربند خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني اوعمران خان د ټليفوني اړیکې له لارې د دواړو هېوادونو د اړيکو، سولې پروسې او په افغانستان کې د اوربند د ټينګښت په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې ټلیفوني مکالمه کې ولسمشر غني د اوربند په ټينګښت ټينګار وکړ او د پاکستان لومړي وزير ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان ویلي، دوی په افغانستان کې د اوربند ټينګښت بشپړ ملاتړ کوي او په نېږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې ده، د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله دراتلونکې دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته سفر وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي