۰
ولسمشرغني کوچیانو ته!

که ملا هیبت الله ژوندی وي، عام تام واک لرۍ د سولې لپاره په جرګه ورشۍ

دوشنبه ۱۱ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۶
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کوچیانو له استازو سره لیدنه کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې جګړه پرېږدي او د سولې لار ونیسي.
که ملا هیبت الله ژوندی وي، عام تام واک لرۍ د سولې لپاره په جرګه ورشۍ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کوچیانو له استازو سره لیدنه کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې جګړه پرېږدي او د سولې لار ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون یکشنبې د زمري ۱۰ مه ارګ کې د کوچیانو سره ولیدل او له هغوی یې وغوښتل، چې طالبانو ته د سولې لپاره په جرګه ورشي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې د کوچیانو استازو له نظام، بیرغ، ولسمشر غني له برنامو او سولې پروسې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

سرچینه وايي، کوچیانو ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ، چې په هر ډول شرایطو کې د هېواد، نظام او ولس دفاع ته چمتو دي او هېڅ راز همکاري به ونه سپموي.

په ورته وخت د ولسمشر غني ویلي، چې حکومت د سولې لپاره ډېر څه وکړل خو په وینا یې، طالبان د روانې جګړې، وژنو او ورانیو اصلي مسؤل دي.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې دنده یې د نظام ساتل دي څو د همدې نظام په چوکاټ کې سوله وشي او په وینا یې که طالبان افغانان وي یوې پایلې ته د رسېدو لپاره دې خبرو ته حاضر شي.

ولسمشر کوچیانو ته په خطاب کې و ویل« زما له لوري عام واک لرئ، طالبانو ته په جرګه ورشئ، ملا هیبت الله که ژوندی وي پیدا یې کړۍ چې په کوم غار کې دی او د سولې جرګه ورسره وکړۍ.»

دی وايي، طالبانو ته یې په وار وار ویلي چې واک به ولس ته ورکړي، د ټاکنو لپاره به زمینه برابره کړي او هر څوک چې د خلکو له خوا وټاکل شو تیار دی چې خپله څوکۍ ورته پرېږدي.

ارګ وايي ولسمشر غني په ټینګار سره وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې له ټوپک سره مخه ښه او د هېواد د ابادۍ او د خلکو د هوساینې لپاره ګډ کار وشي.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني تر دې وړاندې هم د کابینې په غونده کې و ویل، چې طالبان د سولې لپاره هېڅ ډول اراده نه لري، بلکې جګړې یې لا زیاتې کړې دي.

ښاغلي غني دا هم و ویل، چې طالبانو نړیوالو ترهګرو ته د فعالیت زمینه برابره کړې او هغوی یې افغانستان ته راوستي او منسجم کړي یې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي