۰
روسیه:

نړیوال امنیت او سیاسي وضعیت د چټک بدلون په حال کې دی

چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۹
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، نړیوال امنیت او سیاسي وضعیت د چټک بدلون په حال کې دی او امریکا پر نړۍ د واکمنۍ خوبونه ګوري.
نړیوال امنیت او سیاسي وضعیت د چټک بدلون په حال کې دی
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، نړیوال امنیت او سیاسي وضعیت د چټک بدلون په حال کې دی او امریکا پر نړۍ د واکمنۍ خوبونه ګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ویلي، سره له دې چې نړیوال امنیت او سیاسي وضعیت په بدلون کې دی او امریکا پر نړۍ د واکمنۍ حرص لري، خو تر څنګ یې وېره او اندېښنه هم ورته ډېره شوې ده.

دی وايي، ښايي امریکا له همدې وېرې اټومي وسلو ته لاس کړي او ځینې اټومي وسلې استعمال کړي.

د هغه په وینا نو ځکه روسیه له نړیوالو سره پر بحثونو بوخنه ده، تر چې په نړۍ کې د نظم او امنیت د ساتلو لپاره نوي ژمنې رامنځ ته کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف وايي، دوی په دې هڅه کې دي څو تر دې د نړیوال وضعیت د خرابېدو مخه ونیسي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیوکې د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکې ډیرې ترینګلي شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي