۰

روسیې، افغان پولې ته څېرمه تاجکستان کې وسلې او تجهیزات ځای پر ځای کړي

یکشنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۱
روسیې، تاجکستان ته زرهی وسایط او نظامي تجهیزات ورکړي، چې افغان پولې ته څېرمه یې ځای پر ځای کړي او د احتمالي ګواښ مخه پرې ونیسي.
روسیې، افغان پولې ته څېرمه تاجکستان کې وسلې او تجهیزات ځای پر ځای کړي
روسیې، تاجکستان ته زرهی وسایط او نظامي تجهیزات ورکړي، چې افغان پولې ته څېرمه یې ځای پر ځای کړي او د احتمالي ګواښ مخه پرې ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې روسیې پرون شنبې د وږي ۲۰ مه تاجکستان ته د وسلو او مهماتو د ورکړې خبر ورکړی او وايي، دا کار یې د پولې د امنیت په خاطر کړی دی.

روسیې په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړي، خو له هغې وروسته چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، مسکو په تاجکستان کې نظامي تمرینات پیل کړل او پوځي اډه یې پیاوړې کړه.

روسیه وېره لري، چې د طالبانو له خوا د حکومت له نیول کېدو سره سم به ترهګرې ډلې بیا په افغانستان کې ځاله وکړي او منځنی آسیا هېوادونو ته به ګواښ جوړ کړي.

یوه روسي جنرال یوفژیني تسندیاکین په یوه اعلامیه کې ویلي، چې مسکو د هر ډول ګواښ پر وړاندې د دوشنبې ملاتړی دی او یو ځای به کار ورسره کوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي