د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون موندنې ښيي چې د عرفې د ورځې په ګډون د اختر په ورځو کې د ناامنۍ ۷ پیښې ترسره شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېسیون په یوه راپور کې ویلي، په دغه پېښو کې ۱۵۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په راپور کې ویل شوي؛ په یادو ورځو کې ۳۲ تنه وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي دي.
راپور وايي، د اختر ورځو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمیر په منځنۍ کچه تر ۳۸ تنو رسیده.
راپور کې د مرګ ژوبلې عاملین نه دي په ګوته شوي خو کورنیو چارو وزارت وړمه ورځ ویلي وو چې طالبانو په وار وار له اوربنده سرغړونه کړې ده او په بیلابیلو ولایتونو کې یې د خپلو بریدونو په ترڅ کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل