۰

اسلامي امارت د ځینو مسایلو د پرېکړې لپاره شورا جوړوي

سی شنبه ۳ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۱۴
د افغانستان اسلامي امارت په پام کې لري، چې د ځينو مسایلو په اړه د پرېکړې کولو لپاره یوه شورا جوړه کړي.
اسلامي امارت د ځینو مسایلو د پرېکړې لپاره شورا جوړوي
د افغانستان اسلامي امارت په پام کې لري، چې د ځينو مسایلو په اړه د پرېکړې کولو لپاره یوه شورا جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت د مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا د دغه شورا د جوړېدو لپاره یو کمېسیون شوی، چې ټول غړي یې دیني عالمان دي.

ښاغلی مجاهد وايي، دوی داسې شورا جوړوي، چې ولس په کې وي، متنفذین په کې وي، علما په کې وي، په هېواد کې د ننه مخور په کې وي او د ځینو مسایلو په اړه بحث وکړي.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې یاده شورا به همدا ډول د ځینو مسایلو په اړه نظر او مشوره ورکړي.

نوموړی وایي، لا معلومه نه ‌ده چې دا شورا به کله را وغوښتل شي، خو په خبره یې، هغه کمېسیون چې د دې شورا د جوړېډو او را غوښتو لپاره ګمارل شوی، لا یې کومه غونډه نه ‌ده کړې.

د اسلامي امارت مرکزي ویاند هغه اوازې او ګنګوسې هم رد کړې، چې ګڼې لویه جرګه راغوښتل کېږي، بلکې ویې ویل، د لویې جرګې د راغوښتو لپاره هېڅ پرېکړه نه ده شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي