که څه هم د اختر له اوربند وروسته په ځینو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوې، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو له اختر وروسته نا اعلان شوی اوربند اعلان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د شورا ویاند جاوید فیصل نن جمعه د غبرګولي ۹ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د طالبانو ۳ ورځنی اوربند که څه هم ختم شوی خو د دوی له بریدونو سربیره دا نا اعلان شوی اوربند هم دوام لري.
نوموړي زیاته کړې،ملي امنیت شورا په هېواد کې د اوربند د دوام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دغه پروسې د دوام لپاره هڅې روانې دي.
ښاغلی فیصل وایي، اوربند یوه پېچلې پروسه ده او د پیښو د مخنیوي لپاره دوامدارې همغږۍ ته اړتیا ده.
د وسلوالو طالبانو له لورې د اختر په ورځو کې د اعلان شوې ۳ ورځینې اوربند موده که څه هم پای ته رسېدلي خو دغې ډلې تر اوسه د دې پروسې د پای یا دوام په اړه خپل دریځ نه دی اعلان کړی.
خو پرون یې ځینو سرچینو رسنیو ته تایید کړې وه، چې نااعلان شوی اوربند دوام لري.
جمهورخبري آژانس:کابل