قطر کې د طالبانو د دفتر غړی ملا خیرالله خیرخوا وايي، د سولې په تړاو د طالبانو او امریکا په خبرو کې پرمختګ شوی او ښايي خبرې تر اختر وروسته هم دوام ولري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملا خیرخوا په تازه څرګندونو کې ویل ښايي د امریکا ځانګړی استازی له اختر وروسته بیا قطر ته ورشي او د سولې خبرې به دوام وکړي.
نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وړاندې تر دې د طالبانو بل غړي عباس ستانکزي او دغه راز د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي، چې په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
سهیل شاهین پرون اسوشېټېډ پرېس ته ویلي، د خبرو د دې دور په پای کې د موافقې د نهايي کېدو توقع لري.
شاهین پرته له دي چې پر ډېرو جزیاتو خبرې وکړي، اسوشېټېډ پرېس ته ویلي: په موافقه کې به اوربند او د افغانستان له استازو سره د طالبانو خبرې شاملې وي.
د اسوشېټېډ پرېس په لیکنه، شاهین دا نه ده واضح کړې چې د افغانستان له استازو یې هدف د حکومت رسمي استازي دي او که دا چې د پخوا په څېر به د حکومت له استازو سره د عادي افغانانو په موقف کې خبرې کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل