۰
د امریکا کانګرس:

امریکا باید افغانستان کې پوځي او استخباراتي حضور وساتي

شنبی ۲۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۰
د امریکا د کانګرس یوې غړې ويلي چې امریکا باید په افغانستان کې خپل پوځي او استخباراتي حضور وساتي تر څو القاعده او داعش ډله د حملو لپاره مرکزونه ترلاسه نه کړي.
امریکا باید افغانستان کې پوځي او استخباراتي حضور وساتي
د امریکا د کانګرس یوې غړې ويلي چې امریکا باید په افغانستان کې خپل پوځي او استخباراتي حضور وساتي تر څو القاعده او داعش ډله د حملو لپاره مرکزونه ترلاسه نه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د کانګرس د پوځي چارو کمېټې غړې لېز چېني وايي امریکا ته پکار ده چې په افغانستان کې پوځي او استخباراتي حضور ولري.

د هغې په وینا له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل به جګړه ختمه نه کړي.

چېني ویلي، چې امریکا دې له طالبانو سره د سولې هوکړې له شرایطو سره سم له افغانستان خپل ځواکونه وباسي.

نوموړې ویلي، په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې تاوتریخوالی زیات شوی خو افغان حکومت او طالبان په خپلو منځو کې خبرې کولو کې تر اوسه ناکامه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي