۰
بایډن:

امریکا کې دې د افغان کډوالو د استوګنې لپاره زمینه برابره شي

شنبی ۱۷ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۱
د امریکا ولسمشر جو بایډن له کانګرسه غوښتي، چې له لسګونه زره افغان پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي، تر څو د امریکا دایمي استوګن شي.
امریکا کې دې د افغان کډوالو د استوګنې لپاره زمینه برابره شي
د امریکا ولسمشر جو بایډن له کانګرسه غوښتي، چې له لسګونه زره افغان پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي، تر څو د امریکا دایمي استوګن شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سي ان ان په یوه راپور کې ویلي، بایډن د افغان پناه غوښتونکو لپاره د قانون تعدیل طرحه د تکمیلي بودجې غوښتنې په ګډون یوه وړاندیز کې تېره اوونۍ قانون جوړوونکو ته لېږلې ده.

سرچینې زیاته کړې، د دغه قانون د تعدیل د تصویب په صورت کې، دا اقدام هغو افغان پناه غوښتونکو ته چې د ۲۰۲۱ کال د جولای له ۳۱ د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر تر ۲۰ نېټې امریکا ته ځي، اجازه ورکوي، چې د خپلې کډوالۍ وضعیت د بدلون لپاره د دایمي استوګنې لپاره غوښتنه وکړي.

د ویلو ده، چې د تېر کال په اګست کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، څه باندې ۶۰ زره افغانان امریکا ته لېږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي