۰

د سولې ولسي حرکت: ملي امنیت مو پنځه غړي نیولي

شنبی ۲۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۵
د سولې ولسي حرکت غړي وايي، د ملي امنیت ځواکونو یې په ننګرهار کې څو غړي نیولي دي.
د سولې ولسي حرکت: ملي امنیت مو پنځه غړي نیولي
د سولې ولسي حرکت غړي وايي، د ملي امنیت ځواکونو یې په ننګرهار کې څو غړي نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سولې ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست وایي، د دې حرکت غړیو غوښتل په جلال اباد ښار کې لاریون وکړي خو ملي امنیت ځواکونو نیولي دي.

هغه زیاته کړې«نن موږ په ننګرهار ولایت کې لاریون کاوه او د جګړې له ټولو لوریو موږ غوښتل چې جګړه او افغان وژنه ودروي.»

دای وايي، تر دې مخکې دا لاریون د ننګرهار ولایت له چارواکو سره هماهنګ شوی وو خو نه پوهيږي ولې يې غړي نیول شوي دي.

د دې پيښې انګېزه تر اوسه نه ده معلومه او نه هم په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت عمومي ریاست چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي