۰

خوست کې د سولې ولسي حرکت پیل شو

پنجشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۴
په خوست ولایت کې د افغان سولې خوځون تر نامه لاندې د سولې لپاره ولسي حرکت پیل شو، چې په کې لسګونه ځوانان، سپین ږیري او ماشومان په کې برخه لري.
خوست کې د سولې ولسي حرکت پیل شو
په خوست ولایت کې د افغان سولې خوځون تر نامه لاندې د سولې لپاره ولسي حرکت پیل شو، چې په کې لسګونه ځوانان، سپین ږیري او ماشومان په کې برخه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ولسي حرکت نن پنشنبې د لیندۍ ۲۲ مه د خوست ښار څخه پیل شو، چې لومړی به د دې ولایت پر ۱۲ ولسوالیو وګرځي او وروسته به ورڅېرمه پکتیا، پکتیا، لوګر او نورو ولایتونو ته وغځول شي.

د افغان سولې خوځون په نوم د سولې ياد ولسي حرکت يو تن تنظيموونکي ثناوالله  په وینا له دوی سره د هيچا ملاتړ نشته، تش له يو جوړ جامو او بوټونو سره د سولې په ارمان راوتلي دي.

د دغه ولسي حرکت د غړو شعار دا و، چې سوله او امن غواړو، جنګ او افغان وژنه بس ده او په وینا یې دې خپل حرکت ته به تر هغې دوام ورکوي، څو چې په افغانستان کې جګړه ختمه او سوله وشي.

د خوست د سولې دا ولسي حرکت د سولې او په ځانګړې ډول د پښتون وژنې لړۍ د بندېدو په موخه د هلمند د سولې د کاروان او دغه راز تر ډېورنډ پولې پورې غاړې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره هم په اړیکه کې دي.

خوستي سوله غوښتونکی حرکت وايي، د دغه کاروانو سره په ګډه هڅه کوي، چې په سیمه کې د امن لمن خوره او د جګړې لمن ورټوله شي.

د دې حرکت د غړو په وینا له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې افغانان د جګړې په اور کې ورتېږي او دا جګړې د افغانانو خپلې نه بلکې تل د پردیو له خوا پر افغان خاوره تپل شوې، چې نور یې زغمل د افغان ولس له توانه وتلې خبره ده او پر وړاندې به یې په کلکه درېږي.

د دوی په وینا په دې جګړه کې افغانان مري، اولادونه یې یتیمان، مېرمنې یې کونډې، میندې بورې، خویندې ورارې او هېواد یې کنډواله دی، خو ګټه یې پردي وړي.

په خوست کې د سولې له پاره ولسي حرکت پر داسې مهال پیل شوی، چې د هلمند د سولې کاروان اروزګان ولایت ته رسېدلی او غوړاي یو ځل بیا د سولې په موخه خپل یون پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي