سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د خوست امنیه قوماندان له خپلو دوه ساتونکو سره د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خوست ولایتي اداره په یوه خبرپاڼه کې وايي، پر امنیه قوماندان دغه چاودنه تېره شپه (د غوايي مه) په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال سیداحمد بابازی نادرشاه کوټ ولسوالۍ ته عملیاتو ته تللی و، چې د سړک د غاړې چاودنه پرې شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم وايي، د خوست پر امنیه قوماندان بابازي باندې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په خواجه رحیم سیمه کې چاودنه شوې ده.
په دغه چاودنه کې د خوست امنیه قوماندان او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي دي.
تر اوسه چا د دغه چاودنې مسوولیت نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل