د خوست امینه قوماندان په ماین چاودنه کې وژل شوی

19 ثور 1399 ساعت 12:55

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د خوست امنیه قوماندان له خپلو دوه ساتونکو سره د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د خوست امنیه قوماندان له خپلو دوه ساتونکو سره د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د خوست ولایتي اداره په یوه خبرپاڼه کې وايي، پر امنیه قوماندان دغه چاودنه تېره شپه (د غوايي مه) په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال سیداحمد بابازی نادرشاه کوټ ولسوالۍ ته عملیاتو ته تللی و، چې د سړک د غاړې چاودنه پرې شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم وايي، د خوست پر امنیه قوماندان بابازي باندې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په خواجه رحیم سیمه کې چاودنه شوې ده.

په دغه چاودنه کې د خوست امنیه قوماندان او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي دي.

تر اوسه چا د دغه چاودنې مسوولیت نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127642

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127642/

جمهور
  https://www.jomhornews.com