د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي خبر ورکړی چې، د ولسمشر غني او د نوموړي د مېرمنې رولا غني د کرونا معایناتو پایله منفي ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې صدیقي نن سه شنبې د غوايي ۲ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي د ولسمشر غني او د نوموړي د مېرمنې رولا غني په خپله غوښتنه د دوی دواړو کرونا معاینات وشول، چې پایله یې منفي وه.
په ورته وخت کې د ویاند مرستیال دواخان مینه پال هم په خپله فسبوک پاڼه ویلي، چې د ولسمشر غني او د هېواد د لومړۍ مېرمن د کویډ ۱۹ د ازمایښتونو پایلې چې په خپله غوښتنه یې کړي، منفي دي.
مینه پال زیاته کړې، چې ولسمشر له بشپړې روغتیا برخمن دی او د حکومت ټولې چارې او هلې ځلې رهبري کوي.
نوموړي دا هم ویل، چې ولسمشر غني د کاري محیط د خوندیتوب او صحي والي د ډاډمنتیا لپاره یې لازم احتیاطي اقدامات هم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن هم په افغانستان کې د کرونا ویروس ۶۶ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره د ټولو پېښو شمېر ۱۰۹۶ تنو ته ورسېده.
جمهورخبري آژانس:کابل