۰

ولسمشر له کرونا سره د مبارزې لپاره له نړیوالو مرسته غوښتې

پنجشنبه ۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۰
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، افغان حکومت له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له نړیوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه کړې ده.
ولسمشر له کرونا سره د مبارزې لپاره له نړیوالو مرسته غوښتې
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، افغان حکومت له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له نړیوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صدیقي ویلي، ولسمشر غني له کرونا سره د مبارزې لپاره ملي برنامه له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرستندویه هېوادونو او بنسټونو سره د ویډیو کنفرانس له لارې شریکه کړې ده.

دی وايي، ولسمشر په دې ویډیويي خبرو کې له دوی د مرستې غوښتنه کړې ده او په خبره یې کرونا ویروس یوه نړیواله پدیده ده او د ټولو هېوادونو په ګډه همکارۍ ختمېدلی شي.

د هغه په وینا ولسمشر ټینګار کړی چې افغانستان د کرونا ضد مبارزې لپاره کارنده او اغېزناکه طرحه تیاره کړې ده چې د عملي کولو لپاره یې د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي