۰

د کرونا ویروس ناروغانو ته ۷ روغتونونه جوړیږي

سی شنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۴
د ولسمشرۍ ماڼۍ عملیاتي اداره په کابل، هرات او نیمروز ولایتونو کې د کرونا ویروس د درملنې لپاره ۷ روغتونونه جوړوي.
د کرونا ویروس ناروغانو ته ۷ روغتونونه جوړیږي
د ولسمشرۍ ماڼۍ عملیاتي اداره په کابل، هرات او نیمروز ولایتونو کې د کرونا ویروس د درملنې لپاره ۷ روغتونونه جوړوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ عملیاتي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ټاکل شوې چې په څو راتلونکو اوونیو کې په هرات او نیمروز کې سل بستریز او د کابل په څلورو ولسوالیو او یوه ناحیه کې د کرونا د درملنې پنځه ۵۰ بستریز روغتونونه جوړ شي.

ویل کیږي دا پنځه ۵۰ بستریز روغتونونه به د کابل په موسهي، چهاراسیاب، خاکجبار، ده سبز ولسوالیو او دولسمه ناحیه کې په ۲۱ ورځو کې بشپړ شي.

دغه اداره تر راتلونکو اتو ورځو پورې په هرات کې د یو ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو خبر هم ورکوي او وايي، د هرات په ۱۰۰ بستریز روغتون ۱۲ ورځې درې شفټه کار شوی دی چې ۸۰ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي او راتلونکو لسو ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي