۰

ولسمشرۍ ماڼۍ د خاص اروزګان د جګړې په اړه خپل حکم اصلاح کړ

دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۷
په خواله رسنیو کې له پرون او نن راهیسې د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ د جګړې په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ دوه حکمونه لاس په لاس کېږي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د خاص اروزګان د جګړې په اړه خپل حکم اصلاح کړ
په خواله رسنیو کې له پرون او نن راهیسې د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ د جګړې په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ دوه حکمونه لاس په لاس کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ د تېرې ورځې په حکم کې د خاص اروزګان ولسوالۍ جګړه قومی بلل شوې وه او ویلي یې وي، د دغه ستونزې د حل له پاره یې یو پلاوی هم ټاکل شوی.

خو د ولسمشرۍ پر دغه حکم بېلابېل غبرګونونه راوپارېدل او د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې دا خبره رد کړه، چې ګنې خاص اروزګان کې جګړه قومي ده.

عبدالله و ویل، دا جګړه قومي نه بلکې، د ولس پر وړاندې د طالبانو جګړه ده، چې طالبانو یې مسوولیت هم پر غاړه اخیستی او ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

تر دغه نیوکو وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د خاص اروزګان د جګړې په اړه د ولسمشر د حکم یو بل انځور په ټولنیزو رسنیو خپور کړی دی.

په مخکني مکتوب کې ویل شوي وو، چې د خاص اروزګان جګړه قومي ده او د حل له پاره یې یو پلاوی ټاکل شوی، خو د حکم دا بل انځور کې چې مرتضوي خپور کړی دغه برخه یې اصلاح شوې او ویل شوي، د اروزګان د پېښې د څېړلو له پاره یو پلاوی ټاکل شوی دی، خو د جګړې قومي والي ته یې اشاره نه ده کړې.

خو تر اوسه دا معلومه نه ده، چې لومړی حکم جعلي و او که یا هم ولسمشرۍ ماڼۍ خپل حکم اصلاح کړی دی.

باید و ویل شي، چې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې جګړې دي، چې ولسي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
جا شده اند.
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي