۰

هلمند کې چاودنې څلور ماشومان وژلي دي

شنبی ۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۴
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې یوې چاودنې څلور تنه ماشومان وژلي دي.
هلمند کې چاودنې څلور ماشومان وژلي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې یوې چاودنې څلور تنه ماشومان وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د وري ۹ مه د هلمند مرکز لښکرګاه ښار د درېیمې حوزې د بولان کلا په سیمه کې شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، دغه چاودنه نن له ماسپښین مهال په یاده سیمه کې په یوه کور کې شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې په چاودنه کې څلور ماشومان وژل شوي دي.

دی وايي، تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی او د څېړنې لپاره پولیس سیمې ته رسېدلي دي.

د هغه په وینا داسې ښکاري، چې چاودنه په کور کې د یوې ناچاودې سرګلولې له امله شوې وي خو تر څېړنو وروسته به معلومه شي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي