۰

هرات کې د پرونۍ چاودنې مرګ ژوبله ۲۹ تنو ته ورسېده

شنبی ۱۳ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۴
سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، هرات ولایت کې د پرونۍ چاودنې مرګ ژوبله ۲۹ تنو ته رسېدلې ده.
هرات کې د پرونۍ چاودنې مرګ ژوبله ۲۹ تنو ته ورسېده
سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، هرات ولایت کې د پرونۍ چاودنې مرګ ژوبله ۲۹ تنو ته رسېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون جمعه ماښام د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په جبریل سیمه کې د سړک د غاړې ماین چاودنه وشوه.

تر اوسه معلومه نه ده، چې چاودنه پر چا شوې او موخه یې څوک و، خو مرګ ژوبله یې زیاته اړولې ده.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر محمد عارف جلالي وايي دوی ته له یادې پېښې څلور جسدونه او ۲۵ ټپيان وروړل شوي دي، خو د ټپیانو د وضعیت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چاودنه داسې مهال وشوه چې ګڼ شمېر خلک د یوې سیمییزې لوبې نندارې ته راټول شوي وو.

د هرات ولایت امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د دې چاودنې مسوولیت چا په غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي