۰

سوپکو: تر سولې وروسته وضعیت لپاره هېڅ ډول پلان نشته

پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۴
د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د ځانګړې ادارې مشر جان سوپکو وايي، د افغانستان د سولې لپاره هڅې روانې دي، خو تر سولې وروسته وضعیت لپاره هېڅ پلان او ستراتيژي نشته ده.
سوپکو: تر سولې وروسته وضعیت لپاره هېڅ ډول پلان نشته
د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د ځانګړې ادارې مشر جان سوپکو وايي، د افغانستان د سولې لپاره هڅې روانې دي، خو تر سولې وروسته وضعیت لپاره هېڅ پلان او ستراتيژي نشته ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي تازه په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې، که د سولې مسئله یو اړخیزه کېږي، نو د بیا رغونې، سرتېرو د روزنې، امنیت د تامین، بېړنیو حالاتو او ورته نورو مواردو په اړه هېڅ راز تګلاره او پلان نه دی موجود.

هغه دا مسئله د اندېښنې وړ بللې ده او په خبره یې امریکایي حکومت باید په دې اړه محتاط وي.

سوپکو داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د امریکا ټول تمرکز د سولې له پروسې سره د طالبانو پر یو ځای کولو او دغه راز له افغانستان د خپلو سرتېرو پر ایستلو دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي