د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له امریکا غوښتي، چې چابهار بندر لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي شنکر دغه غوښتنه پرون په واشنګټن کې د امریکا – هند وزیرانو په غونډه کې کړې او ویلي یې دي، چې دغه بندر د افغانستان او هند لپاره مهم دی.
نوموړي زیاته کړې، که د چابهار بندر فعال وساتل شي، نو د افغانستان په پرمختګ کې به خورا ګټور تمام شي.
هغه له امریکا غوښتي چې پر ایران یې بندیزونه دغه بندر زیانمن نه کړي او امریکا دې په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم پر دې بندر د هند پانګونه ستایلې ده او ژمنه یې کړې چې دغه بندر به له ټولو بندیزونو مستثنا وي.
جمهورخبري آژانس:کابل