۰

هند له امریکا غوښتي، پر ایران په بندیزونو کې چابهار بندر شامل نه کړي

شنبی ۱۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۲
هندي رسنۍ د دغه هېواد د اقتصاد وزیر نیرمالا سیتارمان له قوله وايي، د افغانستان د دایمي ودې لپاره د چابهار بندر فعال ساتل مهم دي.
هند له امریکا غوښتي، پر ایران په بندیزونو کې چابهار بندر شامل نه کړي
هندي رسنۍ د دغه هېواد د اقتصاد وزیر نیرمالا سیتارمان له قوله وايي، د افغانستان د دایمي ودې لپاره د چابهار بندر فعال ساتل مهم دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي رسنیو زیاته کړې، سیتارمان دغه څرګندونې د امریکا د خزانې وزیر سره کتنه کې کړې دي.

د سرچینې په وینا سیتارمان د امریکا له خزانې وزیر نه غوښتي، چې پر ایران په خپلو بندیزونو کې چابهار بندر شامل نه کړي.

هندي رسنۍ وايي، د هند د اقتصاد وزیر ویلي، چابهار بندر د هند او افغانستان لپاره خورا مهم دی او د افغانستان د دایمي ودې او پرمختګ لپاره باید فعال وساتل شي.

سره له دې چې امریکا په بندیزونو کې د دغه بندر د نه شاملولو ژمنه کړې ده، خو هند وايي له امریکا سره په خبرو کې غواړي لا ډېر ډاډ تر لاسه کړي او په دغه بندر کې پانګونه ډاډمنه کړي.

هندي چارواکو ویلي، دوی د پاکستان پر ځای د بدیلو لارو په لټه کې دي نو ځکه په چابهار کې پانګونه د هند، افغانستان او ایران لپاره ډېر ارزښت لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي