کابل کې د پاکستان سفارت وایي، د خپلې قونسلي څانګې تر بېرته پرانستو پورې به یوازې عاجلو ناورغ افغانانو ته وېزې ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سفارت د تېرې دوشنبې لړم ۱۲ مې له ورځې راهیسې په کابل کې د خپل سفارت قونسلي څانګه وتړله او افغانانو ته یې د وېزې ورکولو بند کړل.
هغه مهال سفارت ویل دا کار د امنیتي دلایلو له امله کړی او تر امر ثاني پورې به قونسلګري تړلې وي او افغانانو ته به وېزې نه ورکوي.
خو دغه سفارت نن چهارشنبې د لړم ۱۵ مه په یوه خبره کړې اعلامیه کې وايي، د خپلې قونسلي څانګې تر بېرته پرانستو پورې به یوازې عاجلو ناورغ افغانانو ته وېزې ورکوي.
کابل کې د پاکستان سفارت پر خپل وېب سایټ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د قونسلي خدماتو د بندېدو پر مهال د عاجلو ناروغانو د وېزې غوښتنلیکونه منل کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل